1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرو پیل

49517073_101
12 Sep 2020

د ملي مصالحې لویې شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت مرکچي پلاوی د جمعې په ورځ قطر ته لاړ.

د حکومت او طالبانو ترمنځ مرکچي پلاوي نن په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې پیلوي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وایي چې اورکم او د اوربند ټینګښت په خبرو اترو کې د حکومت له لومړیتوبونو دي.

ښاغلی اتمر هیله مندي ښيي چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي ډیر ژر یوې پایلې ته ورسیږي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د دواړو لوریو له مرکچي پلاوي څخه غوښتي چې له دې تاریخي فرصت څخه دې د جګړې او وینې توینې پای لپاره کار واخلي.

دې سازمان د یوې اعلانپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دواړه لوري له ټينګ تکل سره یوې ښې پایلې ته د رسیدو لپاره چې د افغانستان د خلکو له غوښتنو دي، هڅه وکړي.

د دې سازمان په اعلانپاڼه کې ټینګار شوی دی چې د راتلونکې په اړه پریکړه خپله افغانانو ته تړاو لري خو سیمه ییز او نړیوال ملګري هیوادونه ورسره په دې بهیر کې مرسته کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم وایي سیاسي هوکړه له مصلحت پرته نه تر لاسه کیږي.

ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي : د افغانستان تاریخ ښيي چې د واک د انحصار هڅې او په زوره پر نورو خپله ایډیولوژي تپل، شخړې رامنځته کوي او هیواد د نورو لاسوهنو ته ټیل باسي.

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی همدا راز ټینګار کوي چې په خبرو اترو کې به ستونزې شتون ولري او ژر مهاله به پایله تر لاسه نشي.