1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو دریدل

آغاز-مذاکرات-میان-افغان-ها
14 Jan 2021

سرچینو ویلي چې دواړو لوریو د سپینې ماڼۍ د نوې ادارې د سیاست د نه روښانتیا له کبله، د خبرو بهیر درولی او د جوبایډن د لوړې د مراسمو په تمه دي.

 

د رویټرز خبري اژانس په کابل کې د یوې سیاسي سرچینې په حواله لیکلي، په وروستیو څو ورځو کې خبرې دریدلي او دواړه لوري د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو په تمه دي او نه غواړي چې مخکې له هغه په څه هوکړه وکړي.

دې سرچینې ویلي چې د جنورۍ ۲۰مې په نیټه د جوبایډن د کار پیلولو مخکې د خبرو په بهیر کې د هر ډول پرمختګ تمې لږې دي.

رویترز لیکلي: “لوري نه غواړي چې د جنورۍ۲۰مې مخکې په کوم څه ژمنه وکړي. هغوی غواړي چې بهیر دوام ومومي، ځکه دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده. خو دا بهیر په ټپه دریدلی دی.”

دې خبري آژانش د طالبانو د مرکچي پلاوي د یوه غړي په حواله ویلي که امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بهر کولو اړوند ژمنه پاتې نش،ي دا ډله د خپلو جنګیالیو د ډیرولو په برخه کې اړه ده.

خو د ملي روغې جوړې لویې شورا په دوحه کې د خبرو دریدل رد کړي دي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون رسنیو ته وویل چې د اجنډا د یووالي او جوړیدو پر سر د دواړو لوریو خبرې روانې دي.

که څه هم په لومړي پړاو کې د دواړو لوریو لخوا د کړنلارې وروستي کیدو درې میاشتې موده ونیوله؛ خو د خبرو په دویم پړاو کې د هیوادوالو غوښتنه، د بهیر چټکیدل دي چې د تاوتریخوالي او نښتو کچه ټیټه شي او خلک د اوربند شاهدان وګرځي.

له بلې خوا، ولسمشر غني نن (پنځنۍ، مرغومې۲۵)، له طالبانو وغوښتل چې جګړه ودروي او اوربند اعلان کړي.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل: زمونږ ولس په سولې اجماع کړې او د تاوتریخوالي دوام د افغانستان د ولس د اجماع په تضاد کې ده او د دې لامل ګرځي چې ستاسې پر وړاندې د تیرو په پرتله ډیر، یو شي.