| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو د پلاویو دوه ورځينۍ ناستې پای
19 Jul 2021
د دې ناستې په پای کې د جمهوریت او طالبانو پلاویو د یوې ګډې اعلانپاڼې په خپرولو سره د سولې د خبرو اترو د بهیر په چټکتیا هوکړه وکړه.
په دې اعلانپاڼه کې راغلي دي چې ژر تر ژره دې د اوسنۍ جګړې حل لپاره تلپاتې او عادلانه حل لاره تر لاسه شي.
ټولې غاړې ډاډ ورکوي چې په ټول هیواد کې له ملکي بنسټونو به ساتنه کوي، د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې به مخنیوي کوي او او بشري مرستو په اړه به هم همکاري کوي.

په اعلانپاڼه کې همدا شان راغلي دي چې په ټول هیواد کې د کرونا ټولنیونې له کبله به د د واکسیناتورانو د امنیت ټینګښت لپاره به ټول مناسب ګامونه پورته کوي.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې دې موخو ته د رسیدو لپاره خپلو ناستو ته دوام ورکوي او د دواړو لوریو مشرانو د خبرو اترو د بهیر چټکتیا لپاره خپلو مذاکراتي ډلو ته سپارښتنې وکړې.
