د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي د اړیکې ډلې ناسته په دوحه کې پیل شوه.
د سولې په چارو کې د دولت زارت اعلان وکړ چې په دې ناسته کې د چلند پر اصولو او د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي ترمنځ مهال ویش پر سر خبرې کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وردک په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دا ناسته تیره ورځ یوه نۍ ( د وږې/سنبلې ۲۳، سپټمبر ۱۳) ترسره شوه او په کې د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو خبرې شوې دي.
په همدې حال کې د هیواد یو شمیر سناتوران د سولې په بهیر کې د آمریکا د صادقانه مرستو غوښتونکي دي.
دا سناتوران ټینګار کوي چې هیڅ یوه هیواد نباید په دې بهیر کې د افغانستان پر خلکو خپل لیدلوری وتپي او له بلې خوا په دې بهیر کې د سیمې د هیوادونو ونډه مهمه ده.
د سولې د خبرو اترو له پیل سره هم مهاله، د مشرانو جرګې یوشمیر غړي د دواړو لوریو ترمنځ د سرتاسري اوربند د اعلان غوښتونکي دي.