د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبورالاینز د دولت له مرکچي پلاویو سره په دې لیدنه کې ویلي چې د سولې بهیر لپاره د رامنځته شوي فرصت څخه باید ګټه پورته شي.
میرمن دیبورا لاینز چې دوحې ته تللې تیره ورځ (د کب۱۹) د دولت له مرکچي پلاویو سره لیدنه کړی او ویلي چې دا سازمان په منظم ډول د خبرو اترو بهیر ارزوي.
له بلې خوا د دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې په بهیر کې د ملي او نړیوالې ټلوالۍ په پیاوړتیا او ساتنې ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې په کابل کې د روسیې سفیر د هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د راتلونکي ناستې ترسره کیدو پر سر خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د روسیې رول د سیمې او نړۍ د ټلوالۍ په پیاوړتیا کې مهم ګني او ټینګار کوي چې ډیر ژر به د مسکو د ناستې په تړاو د حکومت لیدلوری له روسیې سره شریک کړي.
تمه ده د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۸ نیټه د افغانستان د سولې خبرو اترو په تړاو د مسکو په کوربه توب یوه ناسته ترسره شي.