1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په دوحه کې  له زلمي خلیل‌زاد سره د طالبانو د پلاوي لیدنه 

Khalilzad_Taliban-1
10 Feb 2020

د طالبانو پلاوي د یوې نۍ په ماښام ( سلواغې ۲۰/فبرورۍ ۹) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي د دې ډلې پلاوي له زلمي خلیل زاد او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې د خبرو اترو پر پایلو او په دې بهیر کې د  وروستیو ګامونو په اړه بحث کړی دی.

ښاغلي شاهین په خپله تویتړ پاڼه کې لیکلي چې:تیرماښام د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند، محترم ملا محمد فاضل مظلوم، محترم ملا خیرالله خیرخواه او محترم مولوي امیرخان متقي، د قطر له خارجه وزیر او ډاکټر زلمي خلیل‌زاد سره ناسته درلوده، د مذاکراتو د نتایجو او بعدي اقداماتو په اړه یې په ځینو مهمو موضوعاتو بحث وکړ.“

په وروستیو ورځو کې، سرچینو ویلي چې د یو شمیر اختلافي سکالو او د تاوتریخوالي د کمیدو د طرحې په اړه د دواړو لوریو د تخنیکي ډلو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

زلمي خلیل‌زاد تیره اوونۍ د حکومت له مشرانو او د هیواد له یو شمیر سیاسي څیرو سره هم په لیدنه کې  د افغانستان  جګړو ته د پاې ورکولو په موخه د سیاسي حل لارې رامنځته کیدو لپاره د امریکا د هڅو په اړه سلاوې وکړې.

ښاعلي خلیل‌‌‌زاد همداشان د افغانانو ترمنځ خبرو اترو د پرمخ وړلو په موخه د یوه هر اړخیز پلاوي د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

آرزو نیوز – نجلا مایار