1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په دولت اباد کې د طالبانو د برید په پایله کې د پنځه امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله

110360031_army
16 Jul 2020

د بلخ په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو په یرغلیز برید کې اوه امنیتي سرتیري مړه او ټپیان شوي دي.

سیمه ایزو چارواکو د دې پیښې په منلو سره وایي طالبانو د تیرې شپې په نیمایې کې د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په پایله کې پنځه د ملي اردو او ملي امنیت سرتیري مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم ټینګار کوي چې دا نښټه دوه ساعته وروسته پای ته ورسېده او دا سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.