د انګورو د ساتلو ځانګړی خاورین لوښی (کنګینه) چې پخوا به یې دودیز یخچال بللو، په دې ورځو کې ښه بازار لري.
کنګینه یا د تازه میوو د ساتلو ځانګړی خاورین لوښی ډیرې د هیواد په شمالي ولایتونو کې جوړیږي.
یو شمیر کروندګر د دې لپاره چې خپل توکي یې د ډیر مهال لپاره وساتل شي، تازه میوې په تیره بیا انګور په توده هوا کې په خاورین لوښي (کنګینه) کې ږدي او هغه بیا د سړوښې په موسم کې بازار ته وړاندې کوي.
له ډيرې پخوا مودې څخه د کنګینې یا خاورینو لوښو څخه کار اخیستل کیده، هغه مهال د کرنیزو توکو ساتلو لپاره سړو خونو او یخچالونو شتون نه درلود.
دا دودیز لوښي چې په کې انګور او یو شمیر نورې میوې ساتل کیږي، د دې لپاره چې په کې کیمیاوي توکي نه کارول کیږي، ډير پلویان لري.
د پلازمینې اوسیدونکي د ژمي او پسرلي په شپو کې له پخوانیو کنګینو څخه د خپلو دسترخوانونو په ښکلي کولو کې کار اخلي.
د پلازمینې شمالي سیمې، د سرپل، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونه د کنګینو د جوړوونکو اصلي ځایونه ویل شوي دي، چې د دې سیمو یو شمیر کروندګر د پسرلي په لومړۍ میاشت کې بازار ته د کنګینو په وړاندې کولو سره، ښه پیریدونکي لري.