1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په روان کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې ۵.۵ سلنه کمښت اټکل

WorldBank
09 Jun 2020

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو، د نورو برخو ترڅنګ، د هیواد اقتصاد ته هم تاوان رسولی دی.

 

نړیوال بانک په خپل نوي ګزارش کې ویلي چې اټکل کیږي په روان زیږدیځ کال کې د افغانستان اقتصادي وده، له ۵.۵ سلنه کموالي سره مخامخه شي. په دې ګزارش کې، د دې اقتصادي کمښت لامل د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د ملي تولید او د هیواد د صادراتو د کچې کمښت سره تړلی بللی شوی.

د نړیوال بانک په ګزارش کې راغلي: “وړاندوینه کیږي چې افغانستان به په ۲۰۲۰ زیږدیځ کال کې ۵.۵ سلنه انقباض تجربه کړي. ملي تولید راټیټ شوی او خصوصي لګښت لوړ شوی دی. تمه ده چې کلیدي صادراتي برخې ډیرې لږې او په ټکنه توګه ښې شي.”

په همدې حال کې اقتصادي شنونکي، حکومت د دې ستونزې په مدیریت کې ناتوانه بولي. اقتصادي شنونکی، ایرج فقیري په دې اړه وایي: “د کرونا ویروس د خپریدو او د افغانستان د صادراتو د کچې ټیټيدو سره، کوچني او منځني خصوصي سکټورونه د اقتصاد د څرخ په توګه له منځه ځي. دولت کولای شي په کورنیو او بهرنیو اقتصادي معاملو کې مخامخ ګډون سره، دا چاره راټیټه کړي.”

د اقتصاد وزارت هم دا مني او وایي چې د اقتصادي بهیر بیا رغیدل، ډیر مهال ته اړتیا لري. د اقتصاد وزارت ویاند، سهراب بهمن په دې اړه وویل: “دا کمښت به د اټکل له مخې په ټولو اړخونو خپله اغیزه ولري، هم د فقر په اړ کې، هم ده اوزګارتیا او هم زمونږ د سوداګرۍ په اړ کې او اټکل له مخې چې د دې حالت په دوام کې مونږ ونشو کولای په لنډ مهال کې بیا هغه حالت مو چې درلود، جبران کړو.”

له دې سره د مالیې وزارت د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د اقتصادي کړکیچ د مدیریت په برخه کې د حکومت د مشخصو برنامو خبر ورکوي.

مخکې له دې د اقتصاد وزارت ویلي وو چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله، د پانګونې کمښت، د کار و بار ځنډیدل او د افغانستان د ترانزیټي لارو تړل کیدل به افغانستان ته ۳۲۴ میلیارده افغانۍ تاوان ورسوي.

له دې سره د افغانستان په څیر د مخ په پرمختګ سلو هیوادونو لپاره د ۱۰۶ میلیارډ ډالري مرستو ژمنه، د نړیوال بانک له لورې ملاتړیزه ټاکنه ویل شوې چې په دې موده کې به د نیستمنو او زیانمنو کسانو سره همکاري وشي.