1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په روان کال کې د افغانستان د غالیو د صادراتو ۹۰ سلنه کموالی

قالین صادرات
13 Jun 2020

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له مهاله تراوسه د پاکستان له لارې د غالیو صادرات صفر ته رسیدلي او نورو هیوادونو ته هم ډیره ټیټه کچه لري.

د کرونا ویروس له خپریدو د ۳ میاشتو ډیر مهال تیریدو سره، په افغانستان کې د دې ویروس له کبله د اقتصادي کړکیچ لمن ورځ تربلې په غځیدو ده او د غالیو پر صنعت یې منفي اغیزه ډیره ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر، جواد دبیر وایي چې په تیرو درییو میاشتو کې، له هیواده بهر د غالیو په صادراتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د دې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، پاکستان د هیواد د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره تر ټولو لږ لګښت لرونکې لارې په توګه، د غالیو واردات درولي او صفر ته رسولي او اروپایي، امریکايي او عربي هیوادونو ته هم د هوایي دهلیز له لارې د غالیو صادرات په ټیټه کچه دوام لري.

د غالیو تولدیي او صادراتي ټولنه هم، په هیواد کې د دې صنعت دا ټیټه کچه بې مخینې بولي.

د غالیو د تولیدي او صادراتي ټولنې مرستیال، دلجم منان قاسمي په دې اړه وویل؛ د غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه هم وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له مهاله تراوسه، د غالیو د صادراتو پر وړاندې ځمکنۍ او هوایي ټرانزیټي لارې بندې او ډیر شمیر غالۍ په تولیدي شرکتونو کې پاتي او دوی د غالیو اوبدونکو د امتیاز د ورکړې وس نلري.

د هغه په وینا، دا د دې لامل شوي چې د غالیو تولید تر ۵۰ سلنه ډیر لږ کړی دی.

دې ټولنې، حکومت د غالیو د صادراتو په برخه کې د سمې زمینې د برابرولو په برخه کې په پاتې راتلو تورن کړ او ټینګار یې وکړ که دا حالت دوام ومومي، په هیواد کې د غالۍ اوبدنې صنعت به له ماتې سره مخ شي.

غالۍ د افغانستان لرغوني صنایعو څخه دي چې په لاس اوبدنې له کبله، ګران بیه او په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.

د هیوادنۍ غالۍ د جوړولو مواد مخکې له دې په اومه توګه له هیواد څخه پاکستان او له هغه ځایه د پاکستاني غالیو په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندی کیده خو حکومت توانیدلی چې تر یوه کچه د دی مخنیوی وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې غالیو د سوداګرو پانګونې سره، اوس په هیواد کې ټول لومړني ګارونه بشپړ او د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان د غالیو په نوم د نړۍ هیوادونو ته صادریږي.