د کرنې وزارت وایې سږ کال د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې پر وخت ورښتونو او ښې هوا له کبله،د پنبې د حاصلاتو وده څه د پاسه ۷۳ زره مټریک ټنو ته رسیدلې ده.
د هیواد د کرنې وزارت د شمیرنو پر بنسټ د هیواد له ۱۷ ولایتونو څخه،سږ کال پنبې ښه حاصل ورکړی چې د تیر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیې.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمی وایې په تیر کال کې د پنبې پایداوار ۵۷ زره مټریک ټنه وو خو سږ کال بیا دا شمیر څه د پاسه ۷۵ زره مټریک ټنو ته زیاته شوې.
د کرنې وزارت د شمیرنو پر بنسټ،د پنبې د کښتونو سیمه په روان کال کې په ۱۷ ولایتونو کې ۴۹ زره او ۳۱۷ هکټاره وه، په داسي حال کې چې په تیر کال کې ۳۹ زره او ۴۹۶ هکټاره وه.
د دې شمیرنو پر بنسټ بلخ ولایت د ۱۹ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکې پنبې سره توانیدلی په روان کال کې څه د پاسه ۳۵ زره ټنه تولید ولري.له بلخ وروسته هلمند د ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکې پنبې سره ۹۱۰ ټنه تولید دویم،کندز د ۳ زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکې پنبې او ۷ زره او ۴۰۰ ټنه تولید سره درېم،ننګرهار د ۳ زره او ۴۰ هکټاره ځمکې پنبې او ۴ زره او ۸۰۳ ټنه تولید سره څلورم او بغلان د یو زرو ۶۵۰ هکټاره ځمکې پنبې او ۳ زره او ۳۰۰ ټنه تولید سره پنځم ځای خپل کړی دی.
د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند زیاته کړه چې پر وخت سره د ورښتونو وریدل ، ښه هوا او د دې وزارت مشورتي چوپړتیاو په هیواد کې د پنبې د حاصلاتو د کچې زیاتیدو په زیاتوالي کې رول درلود.
په هیواد کې د پنبې حاصلاتو زیاتوالي ته په کتو د کرنې وزارت وایې چې په دې وروستیو کې د تصدیو او دولتي کارخونو د ریاست د پریکړې پر بنسټ،تمه ده په بلخ کې د جن پرس او د پنبه دانې د غوړیو تولیدي کار خونې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي