روسیه د نړۍ دبیلابیلو هیوادونو د سترو امنیتی استازو د کلنې ناستې لسم کنفرانس کوربه دی.
په دې دوه ورځینۍ ناسته کې چې د جون میاشتې په ۱۸ مه او ۱۹ مه نیټه د روسیې په اوفا ښار کې ترسره کیږي له افغانستان کې دملی امنیت سلاکار حمدالله محب هم د روسیې د امنیت شورا منشی نیکولای پاتروشوف په بلنه ګډون کړی دی.
د راپورونو پربنسټ، په دې ناسته کې به ښاغلی محب د ترهګریزو فعالیتونو پر ګواښونو خبرې وکړي.
په دې ناسته کې د نړۍ د هیوادونو استازي د سیمې او نړۍ پر مهمو امنیتي سکالو خبرې وکړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي