1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په روژې میاشت کې د ملکي کسانو له مرګ ژوبلې د ملګرو ملتونو د سازمان اندېښنه

333
26 May 2019

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د استازولۍ پلاوي یوځل بیا د روژې میاشتې په ترڅ کې د ملکي کسانو له مرګ ژوبلې اندیښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دسازمان د استازولۍ دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جګړو له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ملکي کسانو د ځان ساتنې په برخه کې دې ډيره هڅه وکړي.

یوناما ویلي دي چې دهغو بریدونو د څیړلو په حال کې دي چې د(می  په۲۴مه) د کابل ښار په یوه جومات کې او همدا شان د (می په۲۲مه) په غزني ښار کې ترسره شول او ملکي کسان په کې مړه او ټپیان شول.

د یوناما دفتر ټینګار کړی دی چې د روژې میاشتې په لومړۍ اونۍ طالبانو په کابل کې پر یوه نا دولتي بنسټ برید وکړ چې  په پایله کې یی د شپږو ملکي کسانو ژوند واخیست او ۲۸ نور یی ټپیان کړل.

دې سازمان همدا شان په روژې میاشت کې پر یوه جومات برید په تیره په بیا د لمانځه پر مهال یو ناوړه عمل بللی دی.

دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دسازمان ځانګړي استازي تدامیچی یاماموتو ویلی دي”پرته له توپیره او په قصدي توګه پر ملکي کسانو برید هیڅ کله هم د توجیه وړ نه دی او کولای شي جګړه ییز جنایت وبلل شي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونوسازمان استازولۍ ټينګار کړی دی په هلمند او کنړ کې پر وسله والو مخالفینو وروستیو هوایی بریدونو کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي او د هلمند په ګرشک او کنړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د(مي په ۲۰ او ۲۲مه)بریدونو کې د څلورو ښځو او اتو ماشومانو په ګډون یوشمیر ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ ملکي کسان هم ټپیان دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي