1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په زابل کې د هاوان لګیدو له کبله درییو ماشومان ژوند بایللی

AAAA
13 Mar 2021

په زابل ولایت کې پر یوه استوګنیز کور د هاوان د یوې ګولۍ لګیدو  له کبله درییو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل سیمه ییز پازوال وايي چې دا پيښه تیره ورځ( کب ۲۲مه) په قلات ښار کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې درییو ماشومانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

خو یوه سرچینه بیا وايي چې د هاوان د دې ګولۍ لګیدو له کبله څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا هاوان د چا له لوري توغول شوی دی.