1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په زابل کې له ۵۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي

Special-Forces
12 Jun 2019

د زابل والي رحمت الله یارمل وایې ددې ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د زابل لپاره ددې ډلې د نومول شوي والي او د میزانۍ او دايچوپان لپاره ددې ډلې دنومول شويو ولسوالانو په ګډون ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دا جګره مار تیره شپه هغه مهال ووژل شول چې ځانګړو ځواکونو په دایچوپان او میزانۍ ولسوالیو کې عملیات په لاره اچولي وو چې ۶ امنیتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

او امنیتي ځواکونو ددې ډلې لاسته د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط مخه هم ونیوله.

خو طالبانو بیا ادعا کړې ده چې تیره ورځ یې دا ولسوالۍ ولکه کړې ده.

د زابل ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري،چې تل د وسله والو طالبانو تر موخه ییزو بریدونو لاندي راځي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي