په زابل کې څه باندې ۴۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو له بندخونې خوشې شول.
د ملي دفاع وزارت اعلان په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د څو ولسي کسانو په ګډون ۴۳ تنه امنیتي ځواکونه د امنیتي ځواکونو په یوه اوپراتیفي اقدام سره د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو له بندخونې آزاد شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې له د ۴۳ کسانو له منځه چې ۴ تنه یې ملکي کسان دې قلات ښار ته لیږدول شوي او پاتې نور هم د زابل په یوشمیر برخو کې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ خوشې شويو سرتیرو ژمنه کړې چې بیرته به وسله پورته کوي او د خلکو د ځان او مال څخه د دفاع په برخه کې خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.