1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په سرپل کې د ۳۰ امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله

نظامیان
22 Apr 2020

په سرپل کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۳۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي چې تیره شپه دی ډلې د سانچارک او سوزمه قلعې ولسوالیو څخه د ملي اردو په کنډک برید وکړ چې په دې نښته کې یوولس امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ تنه نو بیا تپیان شوي.

ښاغلي اماني زیاته کړه چې طالبانو له څو ورځو راپدیخوا، پر سرپل د بریدونو لپاره په چمتو کیدو دي او که د مرکزي حکومت لخوا د هغوې مخه ونه نیول شي، د دې ډلې د بریدونو لمن به لا وغځیږي.