1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په سرپل کې ۱۵ وسله والو طالبانو مړه او ټپي کیدل

n00116288-b
29 May 2019

په سرپل کې ۱۵ وسله وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې مړه او ټپیان شوي دي.

د سرپل د والی ویاند ذبیح الله اماني وایې چې وسله والو مخالفینو تیره شپه یوځل بیا د سرپل ښار په څنډو او ددې ولایت پر سوزمه کلا ولسوالۍ برید کړی دی.

په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او نور ټپیان دي، او همدا شان یوسیمه ییز پولیس سرتیري هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلی اماني د وسله والو طالبانو د په شا تنبولو په موخه له مرکزي حکومت څخه د مرسته کونکو ځواکونو د استولو غوښتونکی دی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي