1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په سمنګان کې اعتراض کوونکو د کابل ـ مزار لویه لار وتړله

سمنگان (1)
22 Aug 2020

د سمنګان یوشمیر اوسیدونکو نن سهار ( پیلنۍ/ شبنه وږې/سنبلې لومړۍ) په دې ولایت کې د نا کراریو او وسله والو غلاو په اعتراض د څو ګړیو لپاره د کابل ــ مزار لویه لار د تګ راتګ کوونکو پر مخ وتړله.

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې وسله والو غلو درې شپونان/چوپانان د دې ولایت روي دو آب ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې وژلي دي او د هغوي سل (۱۰۰) څاروي یې هم له ځانه سره وړي دي.

 دوی د دې کسانو مړي هم واټ غاړې ته راوړي او له حکومت څخه د عدالت غوښتونکي دي.

په همدې حال کې د سمنګان پولیس د دې پيښې په تړاو د پنځو کسانو له نیولو خبر ورکوي.

د سمنګان د پولیسو د امنیت آمر مصدق الله مصدق په دې اړه وایي،مجرمینو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او عدلي او قضایي بنسټونو ته پیژندل شوي دي.