په سمنګان کې د تیرې ورځې خونړۍ پيښه له غبرګونونو سره مخ شو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپله تویتړپاڼه کې دا برید غندلې او ویلي دي چې د یو ښار پع مرکز کې د موتړبمب چاودنه د منلو وړ نده او اړخونه باید تاوتریخوالی کم کړي.
په افغانستان کې د ناټو استازي د دې پيښې په غبرګون ویلي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې لپاره یوازینې مخ ته راغلې فرصت له خطر سره مخ کوي.
د ناټو ستازی یو ځل بیا په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د تاوتریخوالي د کمیدو او د جګړې د پای ته رسیدو غوښټه کوي.
په همدې حال کې ولسمشر غني وایي د تاوتریخوالي دوام او د ګټې ترلاسه کولو لپاره د خلکو وژنه په خبرو اترو کې ترټولو ناوړه چلند دې چې طالبانو ځان ته اختیار کړی دی.
د ولسمشرۍ مانۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي غني د ایبک په ښار کې د موټر بمب چاودنه یو جنایت او غیرې انساني کړنه وباله او ټينګار یې وکړ چې طالبان لاهم د تاوتریخوالي پر دوام ټینګار کوي.
ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانانو وژنه او د طالبانو لخوا تاوتریخوالی د سولې په بهیر کې پرمختوګونه زیانمن کوي.
د سمنګان د ملي امنیت پر وړاندې د موټړ بمب چاودنه کې، دولس تنه مړه او ۶۳ تنه نور ټپيان شوي دي.