په سمنګان کې د دو چاودنو په پایله کې اوه تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي باز محمد وایي نن ۹:۳۰ له غرمې مخکې (دوه نۍ ۲۶) د ای بیک په ښار کې دوې چاودنې شوي، چې په دې پيښه کې یو کس مړ او شپږ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د سمنګان د ولایتي شورا مشر ټینګار کوي چې دا دوه ماینونه د ښار په مرکز کې د تاویز لیکوونکو په غرفو کې شوي چې له اټکل سره موخه هم تاویز لیکوونکي وو.
ښاغلی باز محمد زیاتوي چې د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې دوه نور بوشکه یي ماینونه هم د امنیتي ځواکونو د کاروان د لمنځه وړلو په موخه ځای پر ځای شوي وو چې کشف او له منځه لاړ.