سیمه ییز چارواکي وایي چې په دې چاودنه کې د ملي امنیت د ریاست او د ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوي او د پيښې سیمې ته نږدې هټیو او کورونو ته هم تاوان رسیدلی؛ د ملي امنیت ریاست، طالبان له بهرنیو ترهګریزو ډلو سره په همکارۍ تورنوي.
د ایبک ښاروال، فیروزالدین تګین له آرزو نیوز سره په مرکه کې وایي چې په دې ولایت کې د طالبانو د موټربمب چاودنې به پایله کې، د ملي امنیت د ریاست او د دې ولایت د ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوي.
ښاغلي تګین زیاته کړه چې د دې چاودنې په پایله کې، هټیو او نورو ودانیو ته هم چې د پيښې سیمې ته نږدې وې، تاوان رسیدلی.
د سمنګان مرستیال والي، صفت الله سمنګاني آرزو نیوز ته وايي چې د ښاروالۍ ریاست ته د خلکو د مراجعې له کبله، ډیر شمیر خلک ټپیان شوي.
ښاغلي سمنګاني همداراز د دې پيښې د څیړلو خبر ورکړ.
پرون (دوه نۍ،چنګاښ۲۳)، د ملي مانیت د ریاست ودانۍ او ښاروالۍ ته نږدې موټربمب چاودنه وشوه. په سمنګان کې د داشان پيښې رامنځته کیدل، کمساري وو.
له دې سره، د ایبک ښار یو شمیر اوسیدونکي، افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک لاسلیک ته په کتو د داشان پيښو له پيښیدو شکایت لري.
دوی د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د حکومت د جدي دریځ غوښتنه لري.
په سمنګان کې د تیرې ورځ موټر بمب چاودنه کې، لږ تر لږه دولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له ۶۰ ډیر هم ټپیان شول.
د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست د طالبانو د برید یوه ورځ وروسته، دې بنسټ، طالبان د القاعدې شبکې په ګډون د بهرنیو ترهګریزو ډلو په همکارۍ تورن کړي او ویلي چې دې ډلې د نړیوالو ژمنو ماتولو سره، د افغانستان دولت حسن نیت له پامه غورځولی.
دې بنسټ نن (دوه نۍ، چنګاښ۲۴/جولای۱۴)، په یوې اعلانپاڼه کې هیښتیا ورکړه چې ډیر ژ ربه له طالبانو د دې برید غږ واخلي.