دا کورنۍ وایې له یوې میاشتې را په دې خوا د کیږدیو لاندې شپې او ورځې تیروي او د دولت له لوري ورته هیڅ راز مرسته نه ده شوې.
په لس هاو کورنۍ چې د سمنګان ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ حسني کلي یې کې د غره ښوییدو په پایله کې زیانمنې شوې دي په بد حالت کې شپې و ورځې تیروي.
دا کورنۍ وایې چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې د دې ولسوالۍ حسني کلي کې د غره ښوییدو له کبله خپل هر څه له لاسه ورکړي دي او اوس مهال د کیږدیو لاندې او ښوونځیو کې شپې او ورځې تیروي.
دوی له حکومت څخه غواړي چې ډير ژر ورسته مرستې ورسوي.
د دره صوف بالا ولسوالۍ حسني کلي استازي حکیم اخلاقي وویل: دې کورنیو خپل هر څه له لاسه ورکړل دي او که ورته د حکومت له لوري رسیدنه ونه شي انساني مرګ ژوبله به رامنځته شي.
د سمنګان ولایتي شورا هم د دې کورنیو ستونزې مني.
د ولایتي شورا مشر رازمحمد درصوفي وویل چې دا کورنۍ نږدي ۲۵ ورځې وړاندې د فر ښوییدو له کبله زیانمنې شوې دي او امنو سیمو ته یې پناه وړې ده.د سمنګان د ولایتي شورا مشر له حکومت څخه وغوښتل چې ډير ژر دې دې کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي.
په همدې حال کې،د سمنګان سیمه ییز پازوال دې کورنیو سره د مرستو د ځنډیدو لامل د لارو بندیدل بولي.
خو د سمنګان له طبیعي پیښو ته د رسیدنې ادارې مشر صبغت الله سیاس وویل چې دا اداره له مرسته کوونکو بنسټونو سره په همغږۍ،هڅه لري ترڅو دې کورنیو ته نقدي پیسې مرسته وشي.
د دره صوف بالا غرنۍ ولسوالۍ،د سمنګان ولایت مرکز ۱۵۰ کیلو مټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دې ولسوالۍ زیاتې برخې لوړو تپو چاپیره کړې دي،آندونه دادي چې د سمندر له کچې د دې درې لوړوالی د دې لامل شوی ترڅو طبیعي پیښې رامنځته شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي