نږدې شل طالب جنګیالي په سمنګان کې وژل شوي دي.
د سمنګان د پولیس مشرۍ ویاند منیر رحیمي وايي چې د دې ولایت په دره صوف پایین او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې طالبانو تیره شپه په دې دوو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو خپل یرغلیز بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شو.
د سمنګان د پولیس مشرۍ ویاند واويي چې په دې بریدونو کې د فیروز نخچیر او دره صوف پایین ولسوالیو لپاره نومول شویو ولسوالانو قاري قادر او قاري ظریف او همدا شان د دې ډلې د لایزري قطعې مسوول په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سمنګان د پولیس مشرۍ د ویاند په وینا په دې عملیاتو کې د دې ډلې یو فولدر، څو موټر سایکلونه، درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.