په سمنګان کې د ماین چاودنې په پایله کې دوو پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دې ولایت د امنیې قوماندانې د امنیت آمر په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې د دې خبر په پخلي سره وايي چې د عبدالاحد خوستي موټر تیره ورځ د فیروزنخچیر او ایبک ښار پر لویه لار لومړی تر توغندیز برید لاندې راغی او وروسته بیا ځای پر ځای شوي ماین چاونه کړې ده چې په پایله کې یې دوو سرتیرو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي ديږ
سرچینه زیاتوي چې د ښاغلي خوستي روغتیايی حالت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.