د سمنګان ولایت په دری صوف ولسوالۍ کې د طالبانو د یرغلیز بریدونو له کبله څوارلس سیمه ییز ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.
سیمه ییز پازوال د دې پيښې په پخلي سره وایي طالبانو تیره شپه نا وخته د دری صوف بالا ولسوالۍ په چهار مغزک کلي باندې برید وکړ چې په پایله کې نهو سیمه ییزو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د سمنګان د ولایتي شورا مشر راز محمد خان د آرزو ټلویزون خبریال ته په تلیفوني اړیکه کې ویلي دي: چې دا نښته وروسته له درې ګړیو پایته ورسیده او همداشان هیښتیا ورکوي چې د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې به د سمنګان درې صوف ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.
د سمنګان د ولایتي شورا مشر زیاته کړه چې د کال له پیله تر اوسه دا درییم ځل دی چې طالبانو پر دې ولسوالۍ برید کوي.