ولسمشر غني په سویس کې د اقتصادي ناستې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر دونالدټرامپ سره لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې چې د سویس په داووس ښار کې ترسره شوه د دواړو هیوادونو مشرانو د سیمې پر حالت او شته وو فرصتونو او خطرنونو پر سره بحث وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا ولسمشر همدا شان له ترهګرۍ په تیره بیا داعش پر وړاندې مبارزې په برخه کې د امنیتي ځواکونو له کړنو هم ستاینه کړې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو لوریو په بګرام کې د خپلو لیدنو په اړه هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان د حکومت او د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له لوري وړاندې شوې سکالې باید وڅارل شي.