1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په سویل کې د جګړې ډیریدل؛ د زابل ولایت د مرکز د سقوط هیښتیا

تلفات-نظامیان-زابل-سقوط
26 Dec 2020

د زابل د ولایتي شورا مشر وایي چې د دې ولایت ډیرۍ ولسوالۍ د طالبانو ډلې په ولکه کې دي او د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې، د مرکز زابل به د طالبانو لاسته ولویږي.

 

په سویل حوزه کې په کندهار، هلمند او ارزګان کې ناکراریو ډیریدو په لړ کې، اوس په زابل ولایت کې هم نښتې دیرې شوې دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر، عطاجان حق بیان آرزو ټلویزیون ته وویل چې په تیرو څو میاشتو کې، د دې ولایت څلور ولسوالۍ د طالبانو ډلې لاسته لویدلې دي او په دې وروستیو کې د زابل د اټغر ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته لویدلې ده.

د هغه په وینا، نښتې اوس مهال د قلات ښار ورونو ته رسیدلي او که جدي پاملرنه ونشي، د زابل مرکز به هم سقوط وکړي.

له بلې خوا د زابل یو شمیر اوسیدونکي وایي چې ناکرارۍ د پام وړ ډیرې شوي او خلک له دې کبله، وحشت ځپلي شوي.

د دوی په وینا، د دې ولایت د ولسوالیو ډيرۍ سیمې هم د ناکراریو د ډیریدو له کبله تړل شوي.

سیمه ییز او امنیتي پازوال بیا په دې اړه څه ندي ویلي.

خو د زابل ولایت اټغر ولسوال، عنایت الله هوتک، د طالبانو لاسته د دې ولسوالۍ لویدل ردوي. هغه وایي چې د پوځ سرتیرو د امنیتي ستونزو له کبله خپل ځای بدل کړی دی.

مخکې له دې د ملي دفاع وزارت هم اعلان کړی وو چې د اټغر ولسوالۍ سقوط ندی کړی، بلکې د اټغر ولسوالۍ د مقام دفتر، شینکۍ ولسوالۍ ته لیږدول شوی.