د افغانستان د حج او اوقافو وزیر، محمدقاسم حلیمي په دې ناسته کې، د اسلامي نړۍ عالمان په افغانستان کې د وینې توییدنې پر وړاندې مسووله وګڼل.
د مسلمانانو مذهبي او عقیدتي مرکز، مکې ښار نن (پنځنۍ، غبرګولي شلمه)، په افغانستان کې د جګړې او تاوریخوالي د لمن د ټولیدو لپاره د ناستې کوربه وه. دا ناسته د سعودي عربستان په ملاتړ و د افغانستان او پاکستان د عالمانو په ګډون پیل شوه.
په ریاض کې د افغانستان سفیر، جاوید مجددي د دې ناستې په پای کې د اعلانپاڼې د خپریدو غوښتنه وکړه چې په هغه کې د روانې جګړې به دریدو ټینګار وشي.
هغه وویل: “له پاکستان او نورو ګډونوالو غواړو چې د اسلام سم پوهاوی چې په هغه کې تاوتریخوالی او تشدد شتون نلري، بیان کړي او اعلانپاڼه صادره کړي چې هر څو چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او د وینې تویدنې لامل ګرځي، مخنیوی یې وشي. دیني عالمان باید یوه اعلانپاڼه صادره کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ودریږي، ځکه روانه جګړه جهاد ندی.”
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر، محمدقاسم حلیمي هم په دې ناسته کې وویل چې دی د طالبانو لپاره د کفارو کلمه نه کاروي.
ښاغلي حلیمي یاده کړه: “غواړم د مرمیو، ځان وژنې او چاودنې غږ چې له دیني عالمانو او عامو خلکو قربانۍ، ولیږدوم. باید دا سکاله هواره شي. مقابل لوری هم زمونږ ورورنه دي، د هغو په څير نه یو او ورته د کفار کلمه نه کاروو. “
هغه همداراز د اسلامي نړۍ عالمان، د افغانستان د روانې جګړې اړوند مسووله وګڼل.
د حج او اوقافو وزیر همداراز وویل چې د پاکستان دیني عالمانو دوه کاله مخکې د بهرنیو پوځیانو حضور د طالبانو د جګړې د دوام لامل یادوه، خو اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیکیدو سره باید جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
هغه په صراحت وویل: “د پاکستان عالمانو مخکې وویل چې د بهرنیو ځواکونو حضور ستاسې او طالبانو د خبرو خنډ دی که دوی بهر شي مونږ ستاسې او طالبانو د خبرو زمینه برابروو. اوس چې بهرنیان بهر شوي او طالبانو هم ورسره هوکړه کړې او ورته یې امتیاز ورکړی، اوس ستاسې لپاره د سولې او خیر غږ اوچتوم او له تاسې غواړم چې د ماشومانو غږ ته غوږ کیږدئ. تاسې شاهد اوسئ چې مونږ د سولې غږ اوچتوو.”
د پاکستان د عالمانو مشر، نورالحق قادري هم وویل چې په افغانستان کې د روان کړکیچ د هواري حل لاره، د اعتدالپالنې رواج او له دیني افراطیت څخه لرې والی بولي.
هغه زیاته کړه: “افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره باید ناسم مفایهم او منفي فکرونه د مسلمانانو ترمنځ د دین د عالمانو له لورې ټول شي. “
د اسلامي نړۍ د اړیکو مشر، محمد بن عبدالکریم العیسي چې د نننۍ ناستې مشري پرغاړه لرله، وویل چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره لامل ندی پاتی شوی.
هغه د نړۍ له عالمانو او په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان له عالمانو وغوښتل چې په افغانستان کې د وینې تویدنې د دریدو لپاره خپله ونډه پراخه کړي.
تمه ده د دې ناستې په پای کې د افغانستان د روان حالت، د جګړې څرنګوالي او د سولې د ټینګیدو اړوند اعلانپاڼه صادره شي. هغه اعلانپاڼه چې د افغانستان لوری ټینګار لري چې په هغه کې روانه جګړه ناروا وبللی شي او پر اوربند او د وینې توییدنې په دریدو ټینګار وشي.