1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني او بدخشان ولایتونو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي

حملات-هوایی-فراه-1-600x330
22 Jan 2020

په غزني او بدخشان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په هوایې او ځمکنیو عملیاتو کې،۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ۱۱ وسله وال طالبان د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د هوایې بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي.

د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا عملیات د بدخشان د وردوج ولسوالۍ پل‌سنگاني سیمه کې د طالبانو یرغلیزو بریدونو په ځواب کې پیل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.