1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني او کندهار کې ماین چاودنو د ۱۰ ولسي کسانو ژوند واخیست

Ghazni
23 Aug 2020

په غزني کې ۷ ولسي کسان د ماين چاودنه له کبله وژل شوي دي.

 د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي پېښه نن سهار لس بجې د غزني جغتو ولسوالۍ پیرکۍ سیمه کې رامنځته شوې چې په موټر کې سپاره ټول وژل شوي کسان ملکيان دي.

ښاغلی جمعه زاد ټینګار کوي چې د قربانیانو په منځ کې ښځې  او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی وایي ماين وسله والو طالبانو خښ کړی و.

له بلې خوا د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هم د موټربم چاودنې له کبله درییو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو دې ډلې له پرون راهیسي د کندهار-اروزګان لويه لار یو ځل بيا د ترافيکو پر مخ تړلې ده.