په غزني ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې دو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شل نور ټپیان شوي دي.
ددې ولایت سیمه ییز پازوال وایې چې پرون جمعه ماښام د(جولای په پنځمه) دغزني ښار لویدیز خاک غریبان سیمې محمدیه جومات کې چاودنه شوې چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د غزني د والی ویاند عارف نوري رسنیو ته ویلي دي چې چاودیدونکي توکي د جومات په منبر کې ځای پرځای شوي وو او هغه مهال وچاودیدل چې خلک د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته راغلي وو.
ښاغلی نوري زیاتوي چې دا برید د شخصي دشمنۍ له کبله ترسره شوی چې په کې ددې جومات ملا امام هم ټپي شوی دی.
آرزو خبري سایټ ـ شمس الله رحیمي