د غزني په آبند ولسوالۍ کې د طالبانو په یرغلیزو بریدونو کې درییو امنیتي او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تیره ورځ ماښام طالب جنګیالیو له څوو خواو د غزني آبند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر سرفراز او قلعه آنتن پوستو یرغلیز برید وکړ چې په پایله کې یې درییو امنیتي او ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا پوستې ولسي کسانو ته د مرګ ژوبلې مخنیوي په پار د دې ولسوالۍ ودانۍ ته لیږدول شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې ۱۴ طالب جنګیالي هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.