1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني کې د خبریالانو د ټولنې د مشر د ترور په تړاو د دوو تنو نیول کیدل

nds
31 Dec 2020

د ملي امنیت عمومي ریاست په غزني ولایت کې د خبریالانو د ټولنې د مشر، رحمت الله نیکزاد د وژنې په تړاو د دوو تنو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

 

د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان؛ هر یو حمیدالله او ذکراالله نوم لري او د پنځو زرو خوشې شویو طالب بندیانو له منځه دي چې بیا په غزني ښار کې د موخه ییزو ترورونو د مسوول قاري عبیدالله په ترهګریزه ډله کې جذب شوي دي.

د ملي امنیت د خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شويو کسانو په تیرو دوو میاشتو کې، په غزني ولایت کې یو قاضي او د مستوفیت دوه کارکوونکي ترور کړي او په ګڼو ماین ایښودنو کې یې هم لاس لرلی دی.

د ملي امنیت ریاست ټینګار کړی چې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.

د طالبانو ډلې تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.