1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې د چاودنې په تړاو غبرګونونه

inbound6848470842018656266
19 Dec 2020

په غزني کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې چاودنې له غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا مرګونې پیښه غندلې او ویلي یې دي چې طالبان باید د اوربند لپاره د خلکو غوښتنې ومني او د ترهګریزو بریدونو له ترسره کیدو چې بشري او اسلامي جنایتونه دي لاس واخلي.

د غزني په ګیلان  ولسوالۍ کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو د جمعې د ورځې په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.