1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني کې د ماین چاودنې له کبله د شپږ عام وګړو مرګ ژوبله

AC373E2A-E062-475B-A2FA-EB8E83EC7B54
12 Jul 2020

په غزني ولایت کې د واټ تر غاړې ماین چاودنې په پایله کې شپږ عام وګړي وژل شوي دي.

د غزني سیمه ییز چارواکي وایي تیره ورځ (چنګاښ ۲۱/جولاۍ ۱۱) د جغتو ولسوالۍ په لار کې د عام وګړو موټر د واټ تر غاړې ماین سره مخ شو چې په دې پيښه کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم ټپیان شوي.

د دې پيښې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ځاې پر ځاې شویو ماینونو له کبله چاودنې ډیرې شوي او تل له عام وګړو ژوند اخلي.