په غزني ولایت کې د هاوان د دوو ګولیو د لګیدو له کبله پنځو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د هاوان د یوې ګولۍ د لګیدو له کبله څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي جمعه زاده په وینا تیره شپه هم د غزني په مرکز کې پر یوه کور د هاوان د لګیدو له کبله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل هم ټپي شوی دی.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
له بلې خوا ، ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې، چې په وسله واله جګړه کې د ماشومانو په نوم دی، په جګړه ځپلو هیوادونو کې د ماشومانو حالت څیړي، چې په هغه کې افغانستان په ۲۰۱۹کال کې د ماشومانو لپاره پنځم وژونکی هیواد په رسمیت پیژندل شوی دی.
د دې ګزارش پر بنسټ، په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې څه د پاسه درې زرو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې درې زره نور هم ټپي او معلوله شوي دي.