د غزني ولایت یو له خبریالانو څخه رحمت الله نیکزاد د وسله والو کسانو لخوا ووژل شو.
د غزني سیمه ییز پازوال وایي ښاغلی نیکزاد تیر ماښام (د مرغومې ۱) د غزني ښار د لومړې امنیتي حوزې په اړوندو کې خپل کور ته نږدې د وسله والو کسانو لخوا په دزو وژل شوی دی.
رحمت الله نیکزاد د سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو سره د کار کولو تر څنګ د غزني ولایت د خبریالانو ټولنې مسوولیت یې هم په غاړه درلود.
د دې خبریال وژنه له غبرګونو سره هم مخ شوې ده.
ولسمشرۍ مانۍ په یوې خبرپانه کې دا پیښه په کلکه غندلی او ویلي دي چې د عام وګړو. عامه ځایونو او د هیواد د رسنیزو کارکوونکو پر سر برید د بشریت پر ضد او د خپلواک بیان پر وړاندې جنایت دي.
تراوسه د دې پيښې پړه هیڅ ډلې په غاړه نده اخیستی.
طالبانو په دې پيښه کې لاس درلودل رد کړي او هغه یې یو وحشي کړنه بللې ده.
په تیرو دوه میاشتو کې دا څوم خبریال دې چې په هیوا کې وژل کیږي او هیڅ ډله هم د دې پيښو پړه نه مني.