1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني کې د یو هاوان مرمې لګیدو په پایله کې د اوه تنو مړینه

EmUN40KWMAAPW_Z
09 Nov 2020

په غزني ښار کې د یو هاوان مرمې لګیدو په پایله کې اوه تنو خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي طالبانو دا هاوان مرمې د غزني ښار په نوآباد کلي کې پر یوه استوګنیز کور باندې لګولې ده چې په پایله کې د څلور ماشومانو او دریو میرمنو په ګډون اوه تنه مړه او اوه تنه نور هم ټپیان شوي دي.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

څو مودې وړاندې هم د دې ولایت په انډر ولسوالۍ کې د یو هاوان مرمې لګیدو په پایله کې ۱۲ تنه مړه او ټپیان شوي چې ډیرې پکې میرمنې او ماشومان قرباني شوي دي.