د ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو ځپلو په موخه د“مبین” تر نامه لاندې عملیات پیل کړي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په دې عملیاتو کې چې له ځمکې او هوا له لارې ترسره کیږي د وسله والو مخالفینو ټول پټن ځایونه به په دې ولایت کې موخه وګرځول شي.
د ملي دفاع وزارت دا عملیات د تندر قول اردو د درېمې لوا وژل شوي قوماندان عبدالمبین مجتبی په نامه نومولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دا عملیاتونه د هیواد د ملي پوځ ،ملي پولیسو او ملي امنیت او سیمه ییزې اردو ځواکونو له لوري په ګډه او د هوایې ځواکونو په ملاتړ پیل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې نن سهار د(وږې ۳۰ مه) کمانډو او پولیسو ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د خپلو عملیاتو پر دوام ۹ وسله وال طالبان نیولي چې په کې درې هغه کسان هم شامل دي چې په ځانمرګو بریدونو په تیره بیا د زابل روغتون ته نږدی ځانمرګي برید په طرحه کولو کې یې لاس درلود.
په دې عملیاتو کې همدا شان ۳ نور وسله وال طالبان هم چې له چاودیدونکو توکو ډک دوه مازډا ډوله موټر یې غزني ته د چاودنې لپاره راوستې وو نیولي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي