1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزني کې موټربم چاودنې ۲۱ کسان مړه او ټپیان کړل

Webp.net-resizeimage-14
09 Aug 2020

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي چې پرون(د زمري ۱۸مه) ماښام ۷:۴۵ له چاودیدونکو توکو ډک موټر د غزني ښار کوتل روضه سیمه کې د عامه ساتنې ځواکونو قطعې ته نږدې چاودنه وکړه او وروسته بیا څو ترهګرو دې قطعې ته د ننوتلو هوډ درلود چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د غزني د روغتون مشر بازمحمدهمت وایي چې تر اوسه دې روغتون ته ۷ مړي او ۱۴ ټپیان لیږدول شوي چې ټول پوځيان دي.

د کورنیو چارو وزارت د ټول بریدګرو له منځه وړو خبر ورکوي، خو د دې پیښې د مړو او ټپیانو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

د دې پيښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.