د غزني ښار نن سهار (دوه نۍ غوایي ۲۹/مې ۱۸) د یوه موټربم چاودونې شاهد وو.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاد د دې خبر په پخلي سره وایي چې وسله والو مخالیفینو غزني ښار ته څیرمه ثقافت سیمه کي د ملي امنیت پر ۷۰۳ ځانګړې قطعې د هاموې ټانګ پرمټ برید کړی چې په پایله کې یې ۷ پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
جمعه زاد وایي د ټپیانو له منځه د ۸ تنو روغتیایي حالت نازک دی
وسله والو طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخستې او ویلي دي چې په دې برید کې یې په لس هاوو پوځیان مړه او ټپیان کړي دي.