1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزنې کې د طالبانو د تیرې ورځې برید د چچن د ولسمشر غبرګون را وپاروو

01
08 Jul 2019

په غزنې کې د تیرې ورځې ترهګریز برید د چچن د ولسمشر غبرګون هم راپارولی دی.

د چچن ولسمشر ښآغلې رمضان قدیروف د یوه پیغام له لارې دا مرګونۍ برید وغندی او وی ویل چې هیواد یی د افغانستان د اوسنۍ وضعیت په اړه اندیښمن دی.

ښاغلې قدیروف همداشان هیله مندې وښودل چې اوسنۍ هلي ځلي وکولای شي په افغانستان کې دتل پاتي سولي او ټیکاو رامنځته کیدو لامل وګرځي.

ددی ترڅنګ پرونۍ خونړۍ چاودنې د پخوانې ولسمشر حامد کرزې او ځینو نورو غبرګونونه هم راوپارول.

ښاغلې حامد کرزي وویل،په غزنې کې د تیرې ورځې خونړۍ برید د سولي د خبرو آترو د ناکامۍ په موخه د پردیو د چلوټو څرګنده نښه ده .

هغه زیاته کړل: په هیواد کې مېشتې باید دی ته اجازه ورنکړی ترڅو دا چلوټې په هیواد کې د سولي بهیر د خرابیدو لامل وګرځي.

او له بلي خوا د افغانستان د سولې خبروآترو لپآره د آمریکا ځانګړي آستازي زلمي خلیل زاد هم په خپل ټویټرپاڼه کې د یوه پیغام له لارې دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې د تاوتریخوالې او د ښمنۍ د پای مندلو یواځینې لار سوله ده.

دا په داسي حال کې ده چې په غزنې کې د پرونې خونړې برید په پایله کې چې پړه یی طالبانو ډلي پرغاړه واخیستل دولس کسانو ژوند له لاسه ورکړ او نژدې ۱۸۰ تنه نوربیا ټپيان شول.

 آرزو خبرې سایټ – وحیده لوراند