1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غزنې کې په یوه موټربم چاودنه کې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له لسو زیات ټپیان دي

66111800_1153656551484127_4778772315099889664_n
07 Jul 2019

د غزني سیمه ییز پازوال وایې چې د موټربم دا چاودنه د غزني ښار په شامیر سیمه کې د دې ولایت ملی امنیت ریاست ته نږدي شوې چې په پایله کې یې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له سلو (۱۰۰) زیات نور ټپیان دي.

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وایې رسنیو ته وویل چې ځانمرګی بریدګر نن سهار اته بجې د(جولای په ۷مه) له چاودیدونکو توکو ډک مازډا ډوله موټر د غزني ښار لومړی حوزې په اړوندو سیمو کې دملی امنیت کنډک ته څیرمه چاودنه ورکړې چې په دې پیښه کې د ملي امنیت اتو کارکونکو او څو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې برید پړه پر غاړه اخستې ده.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي