د ملي دفاع وزرات په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په غور او هرات ولایتونو کې ۱۷۲ وسله وال طالبان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ له جام، شیربچه او اسطوره کلیو څخه د طالبانو ۱۶۰ جنګیالي چې د دې ډلې درې مخکښ قومندان، عبدالله، محمد یوسف او ملا سرور هم په کې شامل وو او د نصرالدین په مشرۍ ۱۲ تنه نور، له خپلو لاسلرلو وسلو سره د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
خبرپاڼه زیاتوي، له یوې میاشتې راپدیخوا، د دولت ۵۸۲ وسله وال مخالفین د غور د شهرک او د هرات له چشت شریف ولسوالیو څخه امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.