1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غور کې د فقر او اوزګارتیا د ډیریدو له کبله د ښځو اعتراض

غور زنان
27 Apr 2020

په غور کې لسګونو میرمنو، د فقر د ډیریدو او په دې ولایت کې د ګرځبندیز د دوام له کبله، اعتراض وکړ.

 

دا ښځې چې د غور ولایت مرکز چغچران ښار ته څیرمه بېځایه شوي، نن سحار د ولایت مقام ور او د غور ولایتي شورا هم د څو ګړیو لباره تړلې وه.

دا ښځې وایي چې له یوې خوا د ژوندي پاتې کیدو لپاره خواړه نلري او د دولت له لورې هم ورسره مرسته نده شوې، او له بلې خوا، د کرونا له کبله ګواښ هم له دوی څخه د کار کولو زمینه اخیستې ده.

اعتراض کوونکو هیښتیا ورکړې چې د حکومت د نه پاملرنې د دوام په صورت کې، خپله او د کورنۍ غړي به یې له لوږې ومري.

یو له دې میرمنو، ګل اندام وویل: “له یوې میاشتې کیږي چې شپه او ورځ د ولایتي شورا، ولایت مقام او پيښو ته د رسیدنې د ادارې د ور پر وړاندې پراته یوو. ماشومان مو په کور کې دي او ښارونه مو په جګړه کې له منځه تللي. مونږ سره مرسته نده شوې او هرڅه مو چې لرل، د جګړې له کبله په کلیو کې پاتې شول. په دښتو کې ژوند کوو، ډوډۍ نه لرو او ځای نه لرو.”

مریم هم له دې اعتراض کوونکو ښځو ده، دی وایي: “یو ځوی لرم چې په بند کې دی. وږې یم، ماشومان مې خوړلو ته ډوډۍ نلري. موسسې هم هغو کسانو ته چې واسطه لري، مرسته کوي. مونږ بیچاره او غریبه خلک ډوډۍ نلرو.”

د غور ولایتي شورا هم په ښار کې د ګرځبندیز له مهاله د خلکو د ستونزو ډیروالی مني.

د غور د ولایتي شورا مشر، فضل الحق احسان بیا ټینګار کوي چې د دې کورنیو ستونزې له سیمه ییزې ادارې سره شریکوي، چې له دوی سره مرسته وشي.

هغه زیاته کړه: له ولایت مقام سره جدي خبرې کوو چې لږ تر لږه یوه بوجۍ غنم یا اوړه، هرې دې کورنۍ ته ورکړي. له بده مرغه، مونږ سوداګر هم نلرو چې له خلکو سره مرسته وکړي.

د غور سیمه ییزې ادارې په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

له دې سره، په ښارونو کې قرنطین او په ګرځیدو بندیز، په دې وروستیو کې د هیواد د سوداګرۍ د یوې لویې برخې د دریدو لامل شوی او د فقر لمن یې غځولې ده. خو د قرنطین او اوزګارتیا په ورځو کې د ټولو اړمنو کورنیو سترګې، د حکومت له لورې مرستو ته تړلې دي.