| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په غور کې د چاودنې د تلفاتو شمیر ۱۸ تنو وژل شویو او ۱۱۰ ټپيانو ته اوچت شو
18 Oct 2020
د غور ولایت په مرکز کې موټربمب چاودنې، اتلس تنه وژلي او نږدې ۱۱۰ تنه یې ټپیان کړي؛ حکومت، طالبان د دې پيښې عاملین بللي.
نن له غرمې مخکې، یوولس بجو شاوخوا (یوه نۍ، تلې۲۷)، د غور ولایت مرکز، فیروزکوه ښار کې موټربمب چاودنه وشوه.
دا چاودنه د ښځو چارو رایتس، شهیدانو او معلولینو ادارې او د غور د پولیس مشرۍ ودانیو ته نږدې شوې ده.
د پيښې یو شمیر شاهدان وایي چې دا پيښه د فلانکوچ ډوله موټر بمب چاودنې له کبله وه.
سیمه ییز پازوال وایي چې دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور هم ټپیان دي.
د غور د ولایتي روغتون مشر، محمدعمر لعلزاد وویل چې ټول ټپیان د غور ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د یو شمیر ټپیانو حالت هم نازک دی.

موټربمب چاودنې، د پیښې له سیمې سلګونه متره لرې ودانۍ هم ویجاړې کړي او پراخ مالي تاوان یې هم اړولی دی.
د غور د پولیسو مشر، وحیدالله نظامي د چاودنې وروسته، د پيښې سیمې ته ورسید. هغه خبریالانو ته وویل چې په دې پيښه کې له سلو ډیر وګړي ټپیان شوي او ۳۵ تنه امنیتي سرتیري هم په ټپیانو کې شامل دي.
که څه هم تراوسه د چاودنې موخه نده روښانه شوې، خو د غور د ښځو چارو مشرې، حلیمه پرستش آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا اداره د دې چاودنې مخکې، له ګواش سره مخامخ وه او اټکل کیږي چې د چاودنې موخه هم د شځو چارو ریاست وو.
په همدې حال کې، ارګ، سپیدار او یو شمیر سیاسیونو په جلا اعلانپاڼو کې، دا چاودنه غندلې او ټینګار یې کړی چې د سولې له روانو خبرو سره د داشان بریدونو دوام به دا بهیر اغیزمن کړي.
که څه هم هیڅ ډلې د غور د نننۍ چاودنې پړه پرغاړه نده اخیستې، خو ولسمشرۍ ماڼۍ، طالبان د دې پيښې عاملین بولي او اعلان یې کړی: “طالبانو د بشرضد جنایتونو په دوام، نن د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار کې یو ترهګریز برید ترسره کولو سره، زمونږ یو شمیر بیګناه هیوادوال شهید او ټپیان کړل… دا ډول بریدونه د طالبانو ډلې جګړه غوښتونکې تګلارې ښکارنده دي چې د جګړې د پای او د سولې د بریالیتوب لپاره د میلیونونو افغانانو هیلې، خدشه داره کوي.”
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.
