په غور کې د هاوان د ګولۍ د لګیدو له کبله شپږو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوشمیر سرچینې وایې چې دا هاوان تیره ورځ (زمري۲۰) د غور په دولت یار ولسوالۍ کې پر یوه استوګنیزو کور لګیدلی چې په پایله کې یې څلورو ماشومانو او دوو میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا سرچینې همداشان زیاتوي چې په دې پيښه کې د یوې کورنۍ اته ماشومان هم ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې د هرات ښار نهمې ناحیې په اړوندو سیمو کې پر یوه زرنج د ناپیژانده وسله والو کسانو د ډزو په پایله کې دوو میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د زرنج چلونکی هم ټپي شوی دی.