1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په غور کې موټربم چاودنې څه باندې ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

04 (1)
18 Oct 2020

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن سهار ۱۱ بجې (تلې/میزان ۲۷مه) یو کرولا ډوله موټر د غور ولایت امنیې قوماندانې ته نږدې شهیدانو او معلولینو ریاست مخې ته چاودنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې  د لومړنیو شمیرنو پر بنسټ په دې پیښه کې ۱۲ ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۰ نور هم ټپیان دي.

له بلې خوا د غور د والي ویاند عارف عابر وایي چې د دې چاودنې له کبله پیښې ته چاوخوا سیمو استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.