طالبانو یو ځوان هلک او یوه پیغله انجلۍ په غور کې په یوې ډاګیزه محکمه کې په دار وځړول.
دا پېښه دغور ولایت د شهرک ولسوالۍ په اړوندو سېمو کې رامنځته شوې ده.
له سېمې څخه یوې سرچېنې چې وی نه غوښتل نوم یی واخیستل شي وویل عبدالله او جان بی بی چې ۱۶ او ۲۰ کاله یی عمرونه درلودل دوه ورځې مخکې د شهرک ولسوالۍ اسحاقزیو کلی څخه تښتیدلې وو چې ددې ولسوالۍ بندبور سېمه کې د طالبانو له لوری ونیول شول.
یو عیني کتونکی وایی کله چې طالبانو دا هلک او انجلۍ ونیول د انجلۍ د خاوند د پلار په غوښتنه (دا انجلۍ مخکې له یو چا سره کوژدن شوې وه)دواړه په یوې ډاګیزه محکمه کې په دار وځړول.
دا په داسي حال کې ده چې د غور سیمه ییزه اداره له دې پېښې بی خبري ښیی.
په هیواد کې د طالبانو ډاګیزه محکمه بیساری نه ده، په تیرو کې هم د دولت وسله والو مخالفینو د هیواد په یوشمیر برخو کې هغه کسان چې د دوي په آند د شریعت خلاف عمل کړي وو د خلکو د سترګو پر وړاندی سزا ورکړه او دولت ونه توانید د داشان پېښو مخه ونیسي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي